|
دچاپولولپاره دلته کليک
وکړۍ!
امير امان
الله خان
امير امان
الله خان د افغانستان يو پياوړی پاچا وو. تر ده د مخه د ده پلار چي
امير حبيب الله خان نومېدئ پاچا وو. کله چي د ده پلار مړ سو نو يوه
ورځ وروسته امان الله خان په
١٩١٩
عيسوي کال کي
چي د امير
حبيب الله خان دريم زوی وو پاچا سو.

پاچا
امان الله لږ وروسته د افغانستان بشپړه آزادي اعلان کړه. د ١٩١٩ عيسوي
کال د می پر پنځمه نېټه يې د انګريزانو پر پوستو باندي په درو جبهو
کي حملې وکړې چي دغه نو د افغانستان او انګريزانو دريم جنګ دئ. د
جنګ د ډېر شدت په نتيجه کي دواړو خواوو سوله سره وکړه.
امان الله
خان د خپل نيکه امير عبدا لرحمان خان د سياست په خلاف د خپل شمالي
ګاونډي ( روسيې ) دوستۍ ته لاس واچاوه. په هيواد کي يې
ډېر اجتماعي او سياسي اصلاحات پيل کړه چي د يوې خوا د شوروي سره
دوستي او دبلي خوا څخه د امان الله خان دغه ژر اصلاحات او د
انګرېزانو پروپاګنده سبب سوه چي خلک دده په مخ کي و درېدل او ښورښونه
يې وکړه. هغه وو چي د کابل چاري حبيب الله کلکاني ته چي د سقاو د
زوی په نامه مشهور او يو غل وو په لاس ورغلې
.
او دا چي په هيواد کي د امان الله په مخ کي د انګريزانو د لاس وهنو
په سبب نا آ رامي راغله او پاچا امان الله نه غوښته چي انسانان دي
ووژل سي نو پسله لسو کالو پاچاهۍ څخه د ١٩٢٩ عيسوي کال د جنوري په
مياشت کي د کندهار د لاري څخه د افغانستان څخه ووت او ايټالې ته يې
ځان و رساوه او د ژوند تر آخره پوري هلته پاته سو. |