Tema Modersmål

pixel   
دری

Svenska

English

پښتو

     

د  مورنۍ ژبي  په هکــــــلــه :

مرسته، تدريس  او  د  نورو  مضـمونو مرسته   په  مورنۍ  ژبه     

ـ  مورنۍ  ژبه  د زده کوونکو د هويت  (ځان پېژندني) او ځاني احساس  له  پاره  لويه  معنی  لري .   

ـ  مورنۍ  ژبه  د زده  کوونکو  د زده  کړي  د  توان  اساس   دی .

ـ  ماشوم خپله دوهمه ژبه او نور مضمونونه په اساني سره زده کولای شي .

ـ  د ټولني له پاره ډېره ګټه ده چي اوسېدونکي يې په ډېرو ژبو خبري کوي .

په مورنۍ ژبه  مرسته څه شی ده؟

د مخکني ښوونځي  د تعليمي نصاب له مخي بايد هغه ماشومانو ته چي مورنۍ ژبه يې سويډني نه ده  امکان ورکړل شي چي خپله مورنۍ ژ به مخ ته بوزي او پراختيا ورکړي . د مورنۍ ژبي ښوونکی په اوونۍ کي يو ځلي د زده کوونکي سره ويني .د مورنۍ ژبي ښوونکی يا ښوونکې د زده کوونکي د کلتور ي منطقي وي .

ښوونکی د زده کوونکي سره لوبي کوي،سندري وايي،رسمونه کوي،لوبي ايږدي، کاغذ قيچي کوي، سريښکاري کوي او د ماشوم سره په مورنۍ ژبه کيسې لولي . د مورنۍ ژبي ښوونکی د ماشومانو سره لوبي کوي او سندري وايې او په دغه ډول سره زده کوونکو ته خپل کلتور ور زده کوي او په عين وخت کي د زده کوونکو هويت ( ځان پېژندنه) ور تقويه کوي .

کتنوښوولې ده چي که زده کوونکي په مورنۍ ژبه تمرين د  مخکني ښوونځي نه پيل کړي نو به د ښوونځي په ټوله دوره کي ستونزي و نه ويني، دغه به د مخکني ښوونځي او د کورنۍ ژبي تر منځ يو پل غوندي وي .

د مورنۍ ژبي تدريس څه شي دی؟

په لومړنيو ښوونځيواو لېسو کي د مورنۍ ژبي لوست ځانته يو ځانګړی مضمون دی .ددې هدف دادی چي زده کوونکي په ښه ډول سره د ښوونځي کارونه سر ته ورسوي او په عين وخت کي خپل دوه ژبني هويت او پوهي ته پراختيا او انکشاف ورکړي .دا کار بايد په داسي ډول سره وشي چي د  زده کوونکي شخصي انکشاف مخ ته وﻻړ شي او دده پر خپل ځان باور او  شخصي احساس تقويه شــــــي .

د مورنۍ ژبي د لوست ورکولو په باره کې يوه اندازه مقرارت شته چي تاسي کوﻻی شی چي د ﻻرښوونکي اسنادو تر عنوان ﻻندي يې ولولی . هغه ښوونکي چي د مورنۍ ژبي  لوست ورکوي اکثراً د زده کوونکي د کلتوري او فرهنګي منطقې څخه وي . د مورنۍ ژبي  ښوونکی بــــــايد سويډني ژبه اساسي زده اود سويډني ټولني باره کي پوره معلومات ولري .

د نورو مضمونونو مرسته په مورنۍ  ژبه باندي څه شی ده؟

هغه ماشومان او نوي ځوانان چي و سويډن ته تازه راغلي وي او نه شي کوﻻی چي سويډني درسونه په  صحيح  ډول سره زده کړي ، ددوی له پاره امکانات شته چي په مورنۍ ژبه دوی ته درسونه  تشريح او مرسته ورسره و شي، د زده کوونکي مور او پلار او ښوونځی په ګډه په مورنۍ ژبه باندي د مرستي په باره کي خبري کوي . اخيري پريکړه د ښوونځی مدير کوي چي د کوم وخت نه په مورنۍ ژبه مرسته و زده کوونکي ته پيل شي.

و چا ته په مورنۍ ژبه باندي مرسته او لوست  ورکول کيږي؟   

ټوله زده کوونکي چي په کور کي بېله سويډني ژبي په بله ژبه باندي خبري کوي حق لري چي د مورنۍ ژبي د لوست په زده کړه کي ګډون و کړي .د اقليت ژبي لرونکو له پاره کوم چي خپله ژبه همېشه په کور کی نه استعمالوي هم حق لري چي د مورنۍ ژبي په لوست کی ګډون و کړي  او حتی هغه ماشومان چي په فرزندي باندي قبول شوي وي او د بعضي معلومو دﻻيلو په لحاظ نه شي کوﻻی په کور کي په خپله مورنۍ ژبه خبري وکړي هم حق لري  چي په مورنۍ ژبه باندي مرسته ورسره و شي او د مورنۍ ژبي په لوست کي ګډون وکړي .

په ډېرو ژبو باندي لوست ورکول څه شی دی؟

ډېر وړکتونونه او ښوونځي شته چي په هغه کي ډېر زده کوونکي په يوه مورنۍ ژبه باندي خبري کوي (بېله سويډني ژبي نه). دداسي ماشومانو د ښې زده کړي له پاره کېداشي دوه ژبني ګروپونه او يا ټولګی ترتيب شي چي په مورنۍ او سويډني ژبه سره لوست په مساويانه ډول سره وي .دوه ژبي زده کوونکي د خپلي مورنۍ ژبي ذخيره او کلتوري خاصه پوهه لري .(په دې باره کې نور دلته و لولی)

ملي اقليت ژبي کومي دي؟

دملي اقليت ژبي لکه سامي، مين کيلي او روماني چيب (دسويډني جتانو ژبه) ځانته په مورنۍ ژبه مرسته او د مورنۍ ژبي د لوست په ګډون کي اضافه حق لري .فنلينډي او جيډيش هم په ملي اقليت ژبو کي شاملي دي .

د ٢٠٠١ کال د اروپا د اتحاديې د مقرراتو د تطبيق پر اساس ملي اقليت ژبوحمايه په سويډن کی قوي شوه .

 د  ٢٠٠٥ کال په رپورټ کې نور ولولی .   skolverketد

      De nationella minoriteternas utbildningssituation

پناه غوښتونکي ماشومان

د (٩٧٦-٢٠٠١) نوي مقررات د مهاجرو ماشومانواوهغه ماشومانوته جي موقتي اجازه ورکول شوې وي د ٢٠٠٢ کال د جنوري د اولي نېټې نه اعتبار لري .په  هر کمون کي چي داسي ماشومان اوسيږي هغه کمون  مسووُليت لري چي په يوه مياشت کي د کمون د نورو اوسېدونکو په څېر وړکتون او د ښوونځی ټوله شرايط ورته برابر کړي .(په دې باره کې نور دلته و لولی)

څنګه کوﻻی شئ  د خپلو ماشومانو له پاره د مورنۍ ژبي غوښتنه وکړی؟

والدين کوﻻی شي چي و ښوونځی يا وکمون ته د مورنۍژبي د لوست او په مورنۍ ژبه باندي د مرستي د  پاره  مراجعه او پوښتنه و کړي .دا د والدينو دنده اود  والدينو تصميم دی چي د مورنۍ ژبي د لوست اوپه مورنۍ ژبه  د مرستي  غوښتنه وکړي،  نه  د وړکتون او د  ښوونځي  د ښوونکو او کارکوونکو.د ښوونځي مسووُليت دادی چي و والدينو ته پر وخت خبر ورکړي چي والدين پر وخت غوښتنه و کړي .

د مورنۍ ژبي لوست او په مورنۍ ژبه د نورو مضمونونو مرسته د والدينو له پاره په خپله خوښه او وړيا دی .

د مورنۍ ژبي د تدريس، تقويې او په مورنۍ ژبه د مرستي مسوليت څوک په غاړه لري؟

د ښوونځي او وړکتون اصلي مسوليت  د کمون (ښاروالي) په غاړه دی . کمون د هغه خط مشي د هدف د رسېدو له پاره  چي د دولت له خوا تعين شوي دي پوره ازادي لري چي څنګه يې په ښه ډول سره ترتيب کړي. دا د هر کمون مسو ليت او دنده ده چي د مورنۍ ژبي د لوست له پاره امکانات برابر کړي، په هغه صورت کي چي په کمون کي لږ تر لږه پنځه زده کوونکي موجود وي، او د تدريس له پاره مناسب ښوونکی پېدا کړي . ددې له پاره چي مناسب د مورنۍ ژبي د لوست ګروپونه جوړ شي ، کېدای شي د څو ښوونځيو زده کوونکي سره يو ځای او په يوه ګروپ کي ګډون وکړي .

په مخکنيو ښوونځيوکي د مورنۍ ژبي تنظيم

کمونونه (ښاروالي) مسوليت  چي په وړکتونونو کي امکانات او شرايط برابر کړي چي ماشومان د درسي پلان و اهدافو ته ورسيږي .د هر ماشوم زده کړه بايد د کورنۍ په نږدې ملاتړ سره تر سره شي .

د مورنۍ ژبي ښوونکی په اوونۍ کي يو ځلي دماشوم و وړکتون ته

ورځي ،د دوو او شپږو ساعتو تر منځ د ماشوم سره کار کوي . نن ورځ په لسو تنو ماشومانوکي  و يوه ماشوم ته  دا امکانات شته . په مورنۍ ژبه باندي مرسته په مختلفو کمونو کي ډېر توپير لري .

په لومړنيو ښوونځيوکي د مورنۍ ژبي تنظيم

د ښوونځيو د قانون پر اساس کمونونه مسوليت لري چي و زده کوونکو ته د مورنۍژبي د لوست بلنه ور کړي.وختونه يې د کمونو تر منځ ډېر توپير لري . ډير و زده کوونکو ته يو ساعت يا شپېته دقيقې د لوست بلنه ورکول کيږي . د درس ورکولو ترتيب او تنظيم د کمونو تر منځ ډ ېر فرق لري.

١-  د مورنۍ ژبي تدريس د انتخابي ژبي په توګه : (د ٦  ـ  ٩ ) ټولګي پوري       

د يوې بلي نوي ژبي پر ځای زده کوونکی کولای شي چي خپله مورنۍ ژبه انتخاب (خوښه) کړي . دغه تدريس د ښوونځي په عادي درسي پلان کي شامل دی، او د ښوونځي په عادي تقسيم اوقات کي داخل وي .

٢-  د  ( ١ ـ ٩)  ټولګي پوري  د مورنۍ ژبي تدريس  د زده کوونکي د انتخابي مضمون په توګه :

  د ابتداييه ښوونځي په ټوله دوره کي بايدښوونځی بېله د زده کوونکي دشخصي خوښي څخه د يو څه تدريس بلنه ورکړي . دزده کوونکي په انتخابي مضمونو کي بايد زده کوونکی و کولای شي چي خپله پوهه په يوه يا څو هغو مضمونو کي زياته کړي ،کوم  چي په ښوونځي کي موجود وي . که زده کوونکی و غواړي کولای شي چي مورنۍ ژبه د زده کوونکي د انتخابي مضمون په توګه خوښه کړي . د ښوونځي مدير تصميم نيسي چي زده کوونکي ته حق ورکړي چي مورنۍ ژبه   د زده کوونکي د انتخابي مضمون  په  توګه انتخاب کړي . دا په دې پوري اړه لري چي څو تنه زده کوونکي مورنۍ ژبه انتخابوي .

٣ـ  مورنۍ ژبه د ښوونځي د انتخابي مضمون په توګه د لومړي نه تر نهم ټولګي پوري :

د ښوونځي په ساعتو کي يو شمېر داسي ساعتونه هم شته کوم چي د ښوونځي د انتخابي مضمون په توګه د مورنۍ ژبي  د تدريس دپاره په کار لوېدای شي .دغه ساعتونه کېدای شي چي د يوه يا ډېرو مضمونو د تدريس دپاره په کار و لوېږي کوم چي و ښوونځي ته يو معين جهت ورکوي . دا امکان درلودای شي چي په ښوونځي کي د مورنۍ ژبي تدريس د ښوونځي د انتخابي مضمون په توګه ترتيب کړه شي.

٤ - ــ  د مورنۍ ژبي تدريس د ښوونځي د ساعتو تر پلان د باندي :

مورنۍ ژبه کېدای شي د ښوونځي تر ټولو مضمونو د باندي ولوستل شي . هر کمون خپله پرېکړه کوي چي د څو درسي ساعتو بلنه ورکوي .

د معيوبينو د ښوونځي ( تنظيم )جوړښت :

هغه زده کوونکي چي د معيوبينو په ښوونځي کي وي د مورنۍ ژبي د تدريس او د نورو مضمونو مرسته د مورنۍ ژبي په واسطه درلودلای شي . مورنۍ ژبه د انتخابي مضمون او يا د ښوونځي د ساعتو تر پلان د باندي لوستلای شي . د دوی له پاره خاص ددرس کورس پلان تعين شوی دی. دغه تدريس د هر زده کوونکي له پاره په ځانګړي  ډول تعينيږي.

 د لېســو يا يمنازيه ښوونځيو (تنظيم) جوړښت :

کله چي ځوانان لېسه شروع کړي کولای شي مورنۍ ژبي ته دوام ورکړي . مورنۍژبه د يوه معين کورس پلان له مخي د زده کوونکي د انفرادي انتخاب ، د ژبي د انتخاب ( عصري ژبي ) يا د يوه اضافي مضمون  په توګه  د ساعتو تر پلان  د باندي و لوستلای شي . په لېسه کي دغه مضمون ( مورنۍ ژبه ) په مجموعي توګه ٢٥٠ نمرې لري . کمونونه په لېسو کي د مورنۍ ژبي د زده کوونکو د پخوانۍ زده کړي ، منابعو او مختلفو شرايطو په اساس دريس وړاندي کوي .

د کور او ښوونځي تر مــنـځ ګډه همکاري :

زده کوونکي د والدينو او ښوونځي د کارکوونکوله خوا د مورنۍ ژبي په برخه کي يو مثبت  نظر او تشويق ته اړتيا  لري .دا ډېره مهمه ده چي د وړکتون/ ښوونځي او کور تر منځ ښه همکاري او مثبت اړيکي موجود وي . سربېره پر دې وړکتون او ښوونځی مسووليت لري چي لږ تر لږه په ترمين کي يو ځلutvecklingssamtal   د زده کوونکو د پرمختګ خبري  ترتيب کړي.

په دغه خبرو کي زده کوونکی، والدين او ښوونکي ګډون کوي . د هغه زده کوونکو د پرمختګ په خبرو کي چي د مورنۍ ژبي په لوست کي ګډون کوي معلومه خبره ده چي د مورنۍ ژبي ښوونکی هم په دې خبرو کي برخه اخلي . دا ددې معنی نه  لري چي د مورنۍ ژبي ښوونکی يوازي ترجماني کوي . والدين حق لري ددې معلومات غوښتنه په ليکلې توګه هم وکړي .په ابتداييه ښوونځي کي ليکل شوي نمرې يا پارچه د اتم تولګي څخه زده کوونکي ته ورکول کيږي .
 

 

                                                    eXTReMe Tracker             

Ansvarig för sidan: alirasulzada@hotmail.com
Webmster:
abed_salim@hotmail.com 
Senast uppdaterad: 2007-06-13                         
Copyright © www.pashto.se