|
د سويډن د پوهني د وزارت د مورنيو ژبو د
پاڼو د کلنيو کنفرانسونو په لړ کي د ٢٠١٠ کال کنفرانس د ناروي د هيواد د
اوسلو په ښار کي تر سره سو . دا ځکه چي د ٢٠٠٩ کال د اوکتوبر د ٢٧ نېټې
څخه د ناروي هيواد د پوهني وزارت هم د سويډن په شان د يو څو مورنيو ژبو د
پاره د اينټرنيټ پاڼي جوړي کړې . د ناروي مقاماتو د يوې خوا غوښتل چي خپل
يو کلن فعاليت و ښيي او د بلي خوا څخه د سويډني همکارانو د تجربو څخه هم
ګټه واخلي . پدې کنفرانس کي د سويډن څخه د پښتو ژبي د پاڼي دوو همکارانو
عبدالعلي رسول زاده او سليم عابد پيمان ګډون کړئ وو .
پدې کنفرانس کي نه يوازي د پاڼو په اړه
معلومات وړاندي سو بلکي د مورنيو ژبو د زده کوونکو د ژبو د پرمختګ او په
هغه هکله د محقيقينو د تحقيقاتو نتايج هم و ښودل سوه . د مختلفو مورنيو
ژبو ښوونکو د خپلو تجربو ، ستونزو او فعاليتو په اړه خبري و کړې .
کنفرانس د ٢٠١٠ کال د سپټمبر پر ٢٠ نېټه پيل
سو او د سپټمبر تر ٢٢ نېټې پوري دوام لري .
د کنفرانس ځای : د اوسلو د ښار د ايدنې په
منطقه کي د سره سليب د کنفراسونو تالار .
د کنفرانس عکسونه
|