|
په نړۍ کي هري ټولني
ځانته ملي او خاص خواړه لري . چي دغه خواړه نوري ټولني يا نه لري او يا يې د
لاسته راوړلو او يا پخولو لاري د نورو ټولنو څخه فرق لري . د ټولني پرمختګ د
دې خوړو په لاسته راوړلو او د پخولو په طريقه کي زيات بدلونونه راولي . د
لاس ته راوړو د پاره يې نوي لاري چاري او سامان الات پيدا کيږي . د پخولو په
برخه کي يې نوي مسالې ، ادوې او پاکۍ او صفا يۍ لاري چاري منځ ته را ځي .
د دې ليکني د
ليکلو په وخت کي مي لومړی هغه کوچنيان او ځوانان په نظر کي دي کوم چي د هيواد
څخه بهر په بهرنيو هيوادو کي شپې ورځي سبا کوي . د دې لاري به د يوې خوا د
خپل هيواد د هغو خوړو په اړه معلومات پيدا کي کوم چي په بهرنيو هيوادو کي نه
سته او د بلي خوا به د دغو نوو ټولنو د اوسېدونکو پوښتنو ته ځواب ويلئ وي
کوم چي تل يې د دوی څخه پوښتي “
ستاسي ملي خواړه څه شی دي ؟ “
کېدای سي چي
دغه ليکنه يو شمېر کوچنيانو او ځوانانو ته چي په ګران هيواد افغانستان کي
ژوند کوي هم په زړه پوري وي .
په افغانستان
کي هم په دې ورستيو وختو کي د خوړو په لاس ته راوړو کي توپيرونه راغلي دي .
يو مثال يې دا دئ چي د ډېر پخوا څخه پسونه پر اور الېيل کېده . اوس پسونه پر
طبعي غاز الېيل کيږي . پخوا پسونه يوازي په ژمي کي الېيل کېده خو اوس په ځينو
سېمو کي په اوړي کي هم پسونه الېيي .
بل مثال يې د
کرتو ( قروتو ) لاس ته را وړل او په
يو شمېر خوړو کي د هغو استعمالول . اوس په ښارونو کي خلک د کروتو پر ځای په
يو شمېر خوړو کي د مستو څخه کار اخيستل کيږي . دا ځکه چي د يوې خوا کرت په
بازارونو لږ پيدا کيږي او د بلي خوا يې زدوول يو مشکل کار دئ او ډېر وخت
غواړي . پدې وروستيو ختو کي زدويل سوي کرت په کانیرو توګه په سيښيي بوتلونو
کي خرڅيږي .
دغه خواړه خو ما دلته
و ليکل که چيري څوک تر دغو خوړو
نور
پېژني او يا په کومه بله منطقه کي د خلکو تر
منځ رواج وي ماته دي يې په لاندي ادرس را و لېږي :
alirasulzada@hotmail.com
عبدالعلي
رسول زاده
تخنيکي
همکار : سليم عابد
|