د مشروطيت غوښتونکو دوهمه ډله :

 

 

 دا وار بيا په ١٩١١ م کال کي يو شمېر نور ځوانان سره راټول سوه او د دوهم ځل د پاره يې د محمود طرزي له ﻻري چي د دوو شاهزاده ګانو ( سردار عنايت الله خان او سردار امان الله خان ) سره چي د امير زامن وه دوستي درلوده د سراج الا خبار په جريده بيا پيل و کړ . دا ډله تر لومړۍ ډلي څه شديده وه ځکه دوی دې هدف ته د رسېدو د پاره د اسلحې استعمال هم مانه او د پاچا دوه پورتني زامن او د دربار يو شمېر نور کار کوونکي هم ور سره ملګري وه .

د ١٩١٩ م کال د فروري پر ٢٠ امير حبيب الله خان په جلال ابات کي په مرمۍ و ويشتل سو او د مشروطيت غوښتونکو دا ډله د يوه قانوني حکومت په جوړولو بريالي سوه ، هغه وو چي امان الله خان پاچا سو او د مشروطيت غوښتونکو ارمانونه پر ځای سوه .