مودرات ګوند

Moderata samlingspartiet ( m )

   دا ګوند پخوا د ( ښي ) په نامه يادېدئ او په ١٩٠٤ م کال کي د مختلفو محافظه کارانو ډلو له خوا جوړ سو . دوی د عامو انتخاباتو ضد وه .

ښي ګوند غوښتل چي هغه خپله پخوانۍ ټولنه ، پاچاهي قوت ، قوي حکومتي مقامات ، دو لتي کليسا او د کار په ځای کي د کار فرمايانو ( کار ور کوونکو) قدرت وساتي . ښی ګوند د اشرافيانو ( لوړ کلاس ) ګوند وو .

د ډېر وخت راهيسي مودراتانو دموکراسي منلې ده ، مګر وايي چي دولت د رعايتو مسوليت ډېر ور نه اخيستئ دئ . نن مودراتان د کار ګرانو د حمايې ( مرستي ) وړ ګرزېدلي دي .

نن ورځ مودراتان غواړي :
 ازاد شرکتونه ، شخصي شتمني او د ټولني په ټولو برخو کي ازاد رقابت
 په اقتصادي چارو ( فابريکې او تجارت ) کي دي دولتي قدرت کم وي او هم دي د کارګرانو د اتحاديو نفوذ کم وي .
 دولتي سکتور دي کم وي .
 شخصي ښوونځي ، وړکتونونه ، روغتيايي چاري او نور دي منځ ته راسي .
 ماليات دي لږ وي .
 سويډنۍ دفاعي قوه ، قانون او نظم دي قوي وي .
 ذروي قوه دي يوه اندازه زياته سي .