د لسم او یوولسم ټولګي کتاب

د لوی او بې ساري خدای په نامه

 د لومړي ځل د پاره په سويډن کي د لسم او یوو لسم ټولګیو د پاره د پښتو تدريسي کتاب ليکم چي په برېښنايي توګه لوستونکي ګټه ځني واخلي . خدای دي وکړی چی دا کار د داسي کتابونو د ليکلو د پاره یو پیل وي .
دا چي په سویډن کي په ښوونځيو کي مهاجر او بهرني زده کوونکي د مورنۍ ژبي د زده کړي حق لري او پښتانه زده کوونکي هم کولای سي چي خپله مورنۍ ژبه پښتو زده کړي ځکه نو د سوډن د ښوونځيو د پرمختيا د مقاماتو له خوا مي دا دنده پر غاړه واخيسته چي د ښوونځيو د درسي پلان سره برابر داسي معلومات سره را ټول کړم څو ښوونکي د خپل تدريس په وخت کي د هغو څخه ګټه واخلي . پدې کتاب کي ډېره هڅه سوې ده چي ليکني يې ډيري ساده او اسانه وي څو د زده کوونکو پر سويه برابر
وي .
زه هم تر يو څه مودې وروسته پدې بريالی سوم چي دغه ډېر لږ معلومات سره راټول کړم او د په زړه پوري ښوونکو او زده کوونکو د پاره يې پدې پاڼه کي کرار کرار ځای پر ځای کړم .
د ټولو هغو هيوادوالو څخه ډېره مننه کوم چي د دې کتاب د ليکلو په برخه کي يې زما سره يا مرسته کړېده او يايې مشوره راکړې ده چي د هغه جملې څخه :
تخنيکي همکار:  هيواد شېرزاد
رحمت الله سروري
خدای بخښلئ اکاډميشن سر محقق محمد انور نوميالی
پوهنوال محمد رسول باوري
د دې کتاب په هکله د ګرانو ښوونکو او لوستونکو نظريو او لارښودنو ته د امکان تر حده پوري په لوړه سترګه کتل کيږي .

عبدالعلي رسول زاده
Ali Rasulzada
alirasulzada@hotmail.com

 

Gymnasieboken

Av myndigheten för skolutvecklings läromedel utveckling för gymnasieskolan fick jag i uppdrag för att framställa en bok för gymnasieskola på pashto. Efter en tid lyckades jag samla material och framställde en del av boken. Innehållet är anpassade till mål för undervisning i modersmål pashto i gymnasieskolan.

Ali Rasulzada
Modersmåls lärare i pashto

Projektansvarig på myndigheten förskolutveckling är: Mai Beiger

Copyright © Myndigheten för skolutveckling och MediaBIG