|
څه
موده مخکي مي يو شمېر تدريسي مواد او کتابونه ترتيب او په دغه پاڼه کي ځای پر ځای
کړه . نوموړي مواد او کتابونه نه يوازي د سويډن په هيواد کي د پښتو ژبي د زده
کوونکو ، د هغو د ګرانو والدينو او ښوونکو د خوښۍ وړ و ګرځېده بلکي د نړۍ د زياتو
هيوادو څخه د خوښۍ خبري وا ورېده سوې . دوه درې کاله وروسته اړتيا پيدا سوه چي په
دغه موادو او کتابو کي يو څه تغيرات او نوښتونه منځ ته راسي . دا ځکه چي نوموړي
مواد او کتابونه د مالمو د ښار د ښوونکو د کار د پلان سره په پوره توګه نه وه
برابر ځکه ځيني تغيرات پکښي را غله . کله چي مي زاړه کتابونه لري کړه نو يو شمېر
خلکو د هغو کتابو غوښتنه و کړه.
اوس
غواړم چي نوموړي کتابونه او مواد دواړه په زړه او نوې بڼه دلته د نوو او زړو موادو
او کتابو تر نامه لاندي ځای پر ځای کړم . دا به تاسي لوستونکو ته ازادي وي چي زاړه
غواړئ او که نوي .
١٦/ ١١ /
٢٠٠٩
ترتيب کوونکئ
: عبدالعلي رسول زاده
تخنيکي همکار : سليم عابد |